په تېره اداره کې د ولسي جرګې غړی شاپور حسنزوی او ګڼ نور چارواکي هیواد ته راګرځیدلي
له افغان شخصیتونو سره اړیکو کمېسیون وایي، د دې کمېسیون په هڅو په تېره اداره کې د ولسې جرګې غړی شاپور حسنزوی له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستون شو.
په ورته مهال دې ادارې زیاته کړې، چې په هڅو یې د ننګرهار ولایت د جنایي رئیس متقاعد جنرال غلام دستګیر رحیمي، د خوست په زاړه هوایي میدان کې له بهرنیانو سره د تخنیک د برخې ملکي کارمند عبدالصمد مدد او د مالیې وزارت د بشري سرچینو رئیس محمد غلام ملاخېل هم بیرته هیواد ته راستانه شوي دي.
په تیره اداره کې دغه لوړ پوړي مسؤولین په داسې مهال هیواد ته راستنیږي، چې وړمه ورځ له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون وویل، لا هم ګڼ شمېر چارواکي ورسره په اړیکه کې دي، چې غواړي چې بیرته هېواد ته راستانه شي.
د دې کمېسیون د شمېر له مخې تر دې مهاله د دوي په هڅو یې نږدې اته سوه تنه د تېري ادارې هغه چارواکي هېواد ته بیرته راستانه شوي، چې د جمهوریت د سقوط پر مهال بهرنیو هېوادونو ته تللي وو.