راک ګرین او الفاتیک الماني شرکتونه د اوبو او انرژۍ برخه کې پانګونه کوي

راک ګرین او الفاتیک الماني شرکتونه د اوبو او انرژۍ برخه کې پانګونه کوي افغانستان
د هر اړخیزې مرستې ډاډ ورکړی دی

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محیب الرحمن عمر اخندزاده د المان هېواد راک ګرین او الفاتیک شرکتونو له مسئولینو سره کتلي دي. 

د اوبو او انرژي وزارت خبر ورکوي، چې په دې کتنه کې د دې دواړو شرکتونو مسئولینو د اوبو او انرژۍ په پروژو کې پر پانګونې سربیره له دغه وزارت سره د نورو تخنیکي همکاریو د تر سره کولو لپاره هم چمتو والی ښودلی دی. 

د خبرپاڼې له مخې په دې کتنه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معین یاد شرکتونو ته د ګډو همکاریو لپاره د زمینې برابرولو په برخه کې د هر اړخیزې مرستې ډاډ ورکړی دی. 

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د ډیریو بهرنیانو پانګوالو پام را اوښتی او ځینو یې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې خبر هم ورکړی دی.

تړلي موضوعات