د تېر حکومت ګڼ چارواکي هېواد ته د راتګ لپاره ورسره په اړیکه کې دي

د تېر حکومت ګڼ چارواکي هېواد ته د راتګ لپاره ورسره په اړیکه کې دي افغانستان
دا ښه فرصت دی چې هغوی خپل ټاټوبي ته په عزت سره راوګرځي

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون مسئولینو ویلي، د تېرې ادارې مسئولینو ته د خوندیتوب کارتونو د وېش پر دوام یې څو تنو نورو له بهره راغلو پخوانیو چارواکو ته هم د خوندیتوب کارتونه ورکړي دي. 

د دې کمېسیون د دارالانشاء رئیس مولوي ذاکر ویلي، د اسلامي امارت غېږ ټولو افغانانو ته خلاصه ده او د اړیکو کمېسیون د طرزالعمل پر بنسټ راغلي پخواني مسئولین دې ډاډ ولري، چې د خوندیتوب کارت لروني له ځانګړو امنیتي او حقوقي اسانتیاوو څخه برخمن دي او په حقوقي مسایلوکې یې ادارې د جلب حق نه لري. 

ښا غلي ذاکر زیاته کړې، په بهر کې د تېر حکومت ګڼ پخواني لوړپوړي چارواکي او مسؤلین د اړیکو له کمېسیون سره په اړیکه کې دي او ژر به هېواد ته را وګرځي. 

بلخوا راغلو پخوانیو مسؤلینو د اسلامي امارت د عمومي عفوې او اړیکو کمېسیون ستاینه کړې، چې په خبره یې هيڅ افغان په بهر کې مناسب ژوند نه لري او دا ښه فرصت دی چې هغوی خپل ټاټوبي ته په عزت سره راوګرځي. 

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره سم د ا.ا زعیم د پخوانۍ ادارې ټولو غړو ته عمومي عفوه وکړه او هغوی ته یي په هېواد کې د خوندي ژوند کولو ډاډ ورکړ.

تړلي موضوعات