له ۶ مؤسسو سره د همکاریو تړونونه لاسلیک شوي

له ۶ مؤسسو سره د همکاریو تړونونه لاسلیک شوي افغانستان
له ۶ مؤسسو سره د همکاریو تړونونه لاسلیک شوي

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت له شپږ مؤسسو سره د ۶میلیونه، ۳۱۵ زره او ۶۳۶ ډالرو په ارزښت د همکاریوو تړونونه لاسلیک کړي دي.

یاد وزارت وايي، په دغو تړونونو کې په یو شمېر ولایتونو کې د ۵۰ څاګانو کېندل، د پنځو شنو خونو، ۱۵۰ کورونو، روغتیایي مرکز جوړول، له کډوالو سره نغدي مرستې، د سړکونو جوړول او نورې پروژې شاملې دي.

دغه هوکړې ډاکار مؤسسې، د افغانستان د روغتیا او ټولنې بیارغونې، د ډنمارک د مهاجرت شورا، ماشومانو د ساتنې نړېوالې مؤسسې انصاري بیارغونې او ( JRS ) مؤسسو سره لاسلیک شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو او بیرته راستنېدونکو وزارت تر دې وړاندې هم هېواد ته د بیرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له یو شمېر مؤسسو سره تړونونه لاسلیک کړي وه.

تړلي موضوعات