د اسلامي امارت مشرتابه غونډه؛ ترانزېټ لپاره د بېلابېلو لارو په غوراوي خبرې شوې

د اسلامي امارت مشرتابه غونډه؛ ترانزېټ لپاره د بېلابېلو لارو په غوراوي خبرې شوې سیاست
عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده

تېره ورځ او نن ورځ کندهار کې د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده په مشرۍ د وزیرانو شورا غونډه شوې.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، چې په دې غونډه کې د هېواد دصادراتو، وارداتو او ترانزېټ لپاره د بېلابېلو لارو په غوراوي، د پولي سیاست د لا تقویت، راستنېدونکو کډوالو ځای پر ځای کولو او خدمات ورته وړاندې کولو، د ګاونډیو او نورو هېوادونو سره د اړیکو پراختیا او شته ستونزو حل او په تعلیمي چارو کې د ښو خدماتو وړاندې کولو په اړه خبرې شوې او تصامیم نیول شوي دي.

تړلي موضوعات