کابل ښار کې د نویو امنیتي پوستو جوړولو چارې روانې دي

کابل ښار کې د نویو امنیتي پوستو جوړولو چارې روانې دي بیارغونه او پراختیا
د نویو پوستو جوړولو چارو تصویر

د کابل ښار بېلابېلو سیمو کې د ۳۱۳ مرکزي قول اردو له لوري د نویو پوستو جوړولو چارې روانې دي.

د دې قول اردو ویاند مولوي جاوید بلال حریت راډيو ته وايي، چې دا لسګونه امنیتي پوستې د کابل ښار امنیت لا ښه ټینګښت په موخه په مهمو ځایونو کې جوړېږي.

جاويد بلال زیاتوي، چې د دې پوستو چارې څه موده وړاندې پیل شوې دي او نږدې راتلونکي کې به یې کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

تړلي موضوعات