له ۲۲ مؤسیسو سره د ۳،۵ میلیون ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړې لاسلیک شوي

له ۲۲ مؤسیسو سره د ۳،۵ میلیون ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړې لاسلیک شوي سوداګرۍ او اقتصاد
د ودې او پرمختګ په موخه لاسلیک شوې دي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکوي، چې له ۲۲ داخلي مؤسیساتو سره یې ډېرو وړو، وړو او متوسطو کاروبارونو په برخه کې د همکارۍ هوکړې لاسلیک کړي دي. 

د دغه وزارت وزیر نورالدین عزیزي د د دې هوکړو د لاسلیک په مراسمو کې د یادو مؤسسو له مسؤلینو غوښتي، چې د خپلو پروژو د عملي کېدو او فعالیت پر مهال د مستحقو خلکو جذب ته متوجه اووسي، چې د اسلامي امارت د ټینګار له مخې اړمن خلک په دې پروژو کې ګټوره  استفاده وکړي. 

د سرچینې په خبره ، چې دغه هوکړې د ډېرو وړو ، وړو او متوسطو کاروبارونو لرونکو د ودې او پرمختګ په موخه لاسلیک شوې دي. 

د یادونې وړه ده دا پروژې په ۱۴ ولایتونو کې پر بېلابېلو برخو کې عملي کېږي، چې ۶۰۴۵ کسان به په مستقیم ډول ترې ګټه واخلي.

تړلي موضوعات