د امنیتي ځواکونو له لوري د ملکي وګړو پر موټر د ډزو په اړه خبرونه پروپاګنډ دي

د امنیتي ځواکونو له لوري د ملکي وګړو پر موټر د ډزو په اړه خبرونه پروپاګنډ دي افغانستان
په دې تړاو خپاره شوي راپورونه بې اساسه دي

د کابل د امنیه قومنداني ویاند خالد ځدراڼ د هغو خبرونو په اړه چې کابل کې امنیتي ځواکونو پر یو ملکې موټر ډزې کړي رد او دا یې دروغ بللي دي. 

ښاغلي ځدراڼ په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې تیره شپه د کابل په پنځلسمه حوزه کې داسې کومه پېښه نه ده شوې او په دې تړاو خپاره شوي راپورونه بې اساسه دي. 

دا په داسې حال کې ده، چې تیره ورځ له هېواده بهر ځینو رسنیو خبرونه خپاره کړل، چې په پنځلسمه حوزه کې امنیتي ځواکونو له لوري د ملکي وګړو پر موټر په ډزو کې ۵ کسان وژل شوي هغه خبر چې د کابل امنیه قومندانۍ یې ردوي.

تړلي موضوعات