د ګمرکونو او عوایدو معین د مس عینک کان کیندنې او پروسيس کمپنۍ له سرپرست سره وکتل

د ګمرکونو او عوایدو معین د مس عینک کان کیندنې او پروسيس کمپنۍ له سرپرست سره وکتل افغانستان
د شته ستونزو د حل په برخه کې به ورسره بشپړه همکاري وکړي

د مالیې وزارت په خپله ایکس خواله رسنۍ ویلي، د مالیې وزارت د ګمرکونو او عواید معین ملا عبدالظاهر حاجي ادریس د مس عینک کان کېندنې او پروسس کمپنۍ له سرپرست لي بن ټاو سره کتلي.

په دې کتنه کي دواړو لوریو د مس عینک کان د کیندنې پر څرنګوالي، په افغانستان کې د یادې کمپنۍ د مالیې په ورکړه، په افغانستان کې د دې کمپنۍ له لوري په جوړېدونکو بنسټونو او یو شمېر ګمرکي مسائلو خبرې کړي.

ښاغلي عبدالظاهر د مس عینک کان د کیندنې او پروسس کمپنۍ سرپرست ته ډاډ ورکړی، چي د شته ستونزو د حل په برخه کې به ورسره بشپړه همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د کانونو او پټرولیم وزیر شېخ شهاب الدین دلاور هم د مس عینک کان کیندنې کمپنۍ له مسئولینو سره په کتنه کې د دې کان د کیندنې چارو د ژر تر ژره پیل غوښتنه وکړه.

تړلي موضوعات