د تیر کال زلزله ځپلو ۹۰ سلنو ته یې کورونه وېشل شوي

د تیر کال زلزله ځپلو ۹۰ سلنو ته یې کورونه وېشل شوي بیارغونه او پراختیا
زلزله ځپلو ته نوي ۵۴۷ کورونه جوړ او ورته سپارل شوي

د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس او زلزله ځپلو ته د رسېدنې کمېسیون ویاند مولوي احمد الله متقي ویلي، تر دې مهاله د هرات زلزله ځپلو ته د ۴ زره کورونو په جوړولو توانېدلي او څه د پاسه ۹۰ سلنه خلکو ته نوي کورونه وېشل شوي دي. 

ښاغلي متقي زیاته کړې، چې د دې پروسې پر دوام کې تازه په رباط سنګي ولسوالي کې زلزله ځپلو ته نوي ۵۴۷ کورونه جوړ او ورته سپارل شوي. 

په ورته مهال نوموړي زیاته کړې، په دغو ۵۴۷ کورونو نږدې ۱۲۰ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د اړوند کمېسیون له لوري ورکړل شوی دی. 

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د قمر بنسټ له لوري هم د هرات ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ کې زلزله ځپلو ته ۶۸ نوي جوړ شوي کورونه سپارل شوي دي.

تړلي موضوعات