علماء دې د حکومت او ولس ترمنځ واټن له منځه وړلو کې خپل اساسي رول ادا کړي

علماء دې د حکومت او ولس ترمنځ واټن له منځه وړلو کې خپل اساسي رول ادا کړي افغانستان
علماء د حکومت او ولس ترمنځ د پل حیثیت لري

د بلخ والي محمد یوسف وفا د حکومتي چارو د پرمختګ او ولس ته اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له علماوو سره ناسته کې ویلي، د اسلامي امارت د پیاوړتیا په موخه د علماوو مشورې ارزښتناکې دي.

ښاغلي والي په دې ناسته کې زیاته کړې، د علماوو په وسیله د ولس او حکومت ترمنځ ستونزې پای ته رسېږي په خبره یې، علماء د حکومت او ولس ترمنځ د پل حیثیت لري.

نوموړي همدارنګه ویلي، علماء په ټولنه کې د ولس استازي دي، نو د عاليقدر امیرالمومنین حفظه الله له لارښوونې سره سم ټول مسئولیت لرو چې ولس سره راټول او ستونزې یې حل او اسانتیاوې ورته رامنځته کړو.

د یادونې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه له لوري هر ولایت کې د علماوو شوراګانې جوړې شوې دي، چې مسؤلینو ته حکومتي چارو کې مشورې ورکوي او د ولس ستونزې د حل په موخه مسؤلینو سره شریکوي.

تړلي موضوعات