ا.ا د خلکو د اقتصادي ستونزو د حل لپاره کوټلي ګامونه اخیستي

ا.ا د خلکو د اقتصادي ستونزو د حل لپاره کوټلي ګامونه اخیستي سوداګرۍ او اقتصاد
د هېواد په بیارغونه کې برخه واخلي

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا برادر اخوند د اقتصاد عالي شورا د مشرتابه، مالي ثبات کمېټې او د مجوزو سهمدارانو غونډه کې ویلي، اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي ستونزو د حل لپاره اوږدمهال پلان او پوره ژمنتیا لري. 

ښاغلي ملا برادر ویلي، اسلامي امارت په هېواد کې د خلکو د اقتصادي ستونزو د حل په موخه کوټلي ګامونه اوچت کړي او دا مهال د هېواد اقتصاد مخ پر ودې او وړانډې روان دی. 

اقتصادي مرستیال دغه راز له بانکي ونډه والو غوښتي چې بیرته افغانستان ته راستانه شي او د هېواد په بیارغونه کې برخه واخلي. 

نوموړي سهمدارانو ته ډاډ ورکړ، چې غوښتنو ته به یې د قانون په چوکاټ کې رسیدنه وکړي او د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره یې د بانکونو، سوداګرو او پانګوالو ترمنځ په ګډې همغږۍ ټينکار کړی دی.

تړلي موضوعات