د کندهار د احصایې او معلوماتو ریاست په عوایدو کې ۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی
د کندهار ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست مسئولین وایي، د دې ریاست په عوایدو کې د تېر کال په پرتله ۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د احصایې او معلوماتو رئیس مفتي محمد خان ویلي، چې د روان کال له پیل تر تیرې موغومي میاشتې پورې له ۶۵ میلیونه او ۴۷۸ زره افغانیو زیات عواید راټول شوي.
د نوموړي په خبره، چې دغه عواید یې د برېښنایي او کاغذي تذکرو او نورو خدمتونو له درکه راټول کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې تر دې مهاله یي په ټول هېواد کې نږدې ۱۲نیم میلیونه وګړو ته برېښنایي تذکرې وېشلې دي.