هلمند کې له سل جریبه زیات کوکنار له مینځه وړل شوي
د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت په هلمند ولایت کې په ۱۱۳جریبه ځمکه د کرل شویو تاریاکو د اړول کېدو خبر ورکړی.
د یاد معینیت د خبر له مخې، دغه اندزه کوکنار په نادعلي، مارجه، نوزاد، کجکي، نهرسراج او باباجي ولسوالیو کې د هلمند ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو له لوري اړول شوي.
د یادونې وړ ده، چې په هېواد کې د نشه یي توکو د کښت، قاچاق او استعمال تر بندیز لګېدو وروسته د اسلامي امارت منسوبینو د دغې پدیدې پر وړاندې جدې مبارزه پیل کړې، چې په ترڅ کې یي د نشه یي توکو د کښت، قاچاق او استعمال په کچه کې د پام وړ کموالی راغلی دی.