د ډيپلوماسي له انسټیټیوټ څخه ۱۲۸ تنه کارکوونکي فارغ شول
د بهرنیو چارو وزارت اړوند د ډپیلوماسۍ له انسټیټیوټ له دویمې درې میاشتنۍ تخصصي دورې څخه د ۲۲ حکومتي ادارو ۱۲۸ تنه کارکوونکو د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د غونډې ګډونوالو ته د لازمو سپارښتنو او توصیو تر څنګ د ډيپلوماسۍ انستېتیوت پر اهمیت او کاري مسؤلیتونو، د بهرنيو چارو وزارت په لاسته راوړنو، ډيپلوماتيکو اړيکو، سياسي باريکيو او د سيمې او نړۍ په سياست خبرې کړي.
ښاغلي متقي په دې غونډه کې د ټولو کشالو د حل او د هېواد ښه راتلونکي لپاره د علم حصول او سیاسي ځيرکتیا اړینه ګڼلې.
د بهرنیو چارو وزارت په دې غونډه کې د یاد وزارت د ډپيلوماسۍ انسټیټیوټ رئیس مفتي نورالله عزام د دغې انسټیټیوټ موخو، فعالیتونو او پروګرامونه په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړي.