۳۱۳مرکزي قول اردو ۱۲ میله بېلابېل ډوله وسلې کشف او نیولې دي

۳۱۳مرکزي قول اردو ۱۲ میله بېلابېل ډوله وسلې کشف او نیولې دي افغانستان
۳۱۳مرکزي قول اردو ۱۲ میله بېلابېل ډوله وسلې کشف او نیولې دي

ملي دفاع وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ۳۱۳ مرکزي قول اردو منسوبینو د کابل ولایت په مختلفو سیمو کې ۱۲میله بېلابېل ډوله وسلې کشف او ترلاسه کړي. 

په دې تړاو په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دغو وسلو کې یو میل M4، دوه میله M16، څلور میله کلاشینکوف، څلور تفنګچې، ۱۲ عدده شاجور او یو عدد نارنجک شامل دي. 

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې امنیتي ځواکونو د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې له غیر مسئوله وسله والو څخه غیر قانوني وسلې راټولې او د ډایاګ پروګرام ته یي سپارلې دي.

تړلي موضوعات