: د کډوالو بیا استوګنې، کارموندنې او ورته د ځمکو د وېش په اړه خبرې شوي

: د کډوالو بیا استوګنې، کارموندنې او ورته د ځمکو د وېش په اړه خبرې شوي افغانستان
د بیرته راستنېدونکو کډوالو د زیاتوالي خبر ورکړی دی

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبداسلام حنفي په مشرۍ د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه غونډه کړې. 

د خبرپاڼې له مخې په دې غونډه کې د کډوالو ښارګوټو کې هغوی ته د ځمکې وېشلو، راستنېدونکو سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو او په صنعتي پارکونو کې ورته د ځمکو ورکولو، کډوالو ته د کارموندنې زمینې پر برابرولو او وړو تشبثاتو او سهامي شرکتو د ایجاد په اړه خبرې او پرېکړې شوي. 

د اداري معاونیت د معلوماتو له مخې په دې ناسته کې کډوالو ته د نغدي او غیر نغدي مرستو رسولو، ستونزو ته یې د رسیدنې او د کډوالو اړوند نورو موضوعاتو په اړه هم لازمې پرېکړې وشوې. 

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کډوالو او بیرته راسنېدونکو چارو وزارت په را روان پسرلي کې هېواد ته د بیرته راستنېدونکو کډوالو د زیاتوالي خبر ورکړی دی.

تړلي موضوعات