د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د ازبکستان له سفیر سره کتلي

د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د ازبکستان له سفیر سره کتلي سیاست
د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د ازبکستان له سفیر سره کتلي

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د ازبکستان هېواد له سفیر یادګارشاد مانوف سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په لوړه کچه پلاوو پر تګ راتګ، د دوه اړخیزې سوداګرۍ او له قرار داد سره سم افغانستان ته د برېښنا لېږد په تړاو خبرې اترې کړې دي.

په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي، افغان سوداګرو او موټرچلونکو ته پر وخت د ویزو په ورکړې سره به په دوه اړخیز سوداګري کې لازم پرمختګ رامنځته شي او دواړه هېوادونه به په کافي ډول ترې ګټه پورته کړي.

په ورته مهال ښاغلي متقي افغان سوداګرو ته د ټرانسپورټ په برخه کې ورپېښې ستونزې هم له ازبکستاني لورې سره شریکې کړي دي.

تړلي موضوعات