سیاسي فشارونه به حکومت او ولس نور هم سره نږدې کړي

سیاسي فشارونه به حکومت او ولس نور هم سره نږدې کړي سیاست
دوی پوهېدل که افغانان سره یو شي ماتول یې بیا ګران کار دی

د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د « اسلامي نظام او ملي استحکام غونډه » کې ویلي، افغانان نور له جنګ جګړو ستړي شوي، سیاسي فشارونه به یوازې دا چې حکومت کمروزی نه کړي، بلکي ولس او حکومت به نور هم سره نږدې کړي.

مولوي محمدیعقوب مجاهد په دې غونډه کې زیاته کړې، په اسلامي نظام کې د قومونو ترمنځ تفرقه نشته، بلکې قوم د پېژندګلوي وسیله ده او په دې خاوره کې مېشت قومونه ټول د دې خاورې وارثین او بچیان دي.

ښاغلي وزیر همدارنګه ویلي، تېر شل کاله په افغانستان کې د قومونو ترمنځ د اختلاف رنګارنګ توطیې وکارول شوې، خلک په عصري او دیني علومو سره وجنګول شول او د نفرتونو د رامنځته کولو لپاره د بېلابېلو پروژو کارېدو سربېره د ملي یووالي پر ځای ملي تفرقه کارېدله.

نوموړي ویلي، په تېر کې خلک د دې لپاره جګړو ته هڅول کېدل، چې خلک سره لري وساتل شي په خبره یې، دوی پوهېدل که افغانان سره یو شي ماتول یې بیا ګران کار دی.

د یادولو ده، چې په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره قومي تربګنۍ له منځه تللې او دا مهال ټول قومونه تر یوه بیرغ او اسلامي نظام تر چتر لاندې د ورورولۍ او امن په فضا کې ژوند کوي.

تړلي موضوعات