خوست کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره نوی مرکز جوړېږي

خوست کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره نوی مرکز جوړېږي افغانستان
خوست کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره نوی مرکز جوړېږي

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکوي، چې د خوست ولایت د غلام خان فرضي کرښې ته څیرمه د راسنتېدونکو کډوالو لپاره مرکز جوړېږي. 

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني د خوست غلام خان فرضي کرښه کې د یاد مرکز د جوړیدو د بنسټ ډبرې کیښودو پر مهال ویلي، ښایي د پسرلي په رارسېدو سره هېواد ته د بیرته راستنېدونکو کډوالو د راستنېدو لړۍ له چټکه شي، چې د کوربه هیوادونو ناسم چلند ته په کتو اړینه ده لازم چمتووالی ورته ونیول شي. 

په دغې مرکز کې د بیرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د ثبت او راجستر دفتر، روغتیايي کلینیک، انتظار خونې، تشنابونه، لنډ مهاله پنډغالي او نورې اړیني اسانتیاوي په پام کې نیول شوي، ترڅو هېواد ته راستنېدونکي هیوادوال له خپلو حقونو برخمن او له ستونزو سره مخ نه شي. 

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مهاله له ګاونډیو هېوادونو ایران او په تېره بیا له پاکستان څخه په سل ګونو زره افغان کډوال په جبر راستانه شوي، چې د اسلامي امارت له لوري ورته له هر ډول اسانتیاوو برابرېدو وروسته یو لویه برخه یې خپلو اصلي سیمو ته ستانه شوي او یو شمېر یې په پنډ غالو کې مېشت دي.

تړلي موضوعات