امریکا، اروپايي هېوادونه او نړېواله ټولنه غواړي ا.ا.ا سره اړیکې پیل کړي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فريدون سينيرلي اوغلو د رياست الوزراﺀ سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ويلي، غواړي د افغانســـتان او نړۍ ترمنځ اړيکې پراختيا ومومي.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په دې کتنه کې سينيرلي اوغلو ويلي، د امريکا او اروپايي ټولنې په ګډون نړېواله ټولنه لېواله ده، چې له اسلامي امارت سره اړیکې پيل او ورسره همکاري وکړي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په دې کتنه کې ښاغلي اوغلو افغانستان د سيمې او نړۍ لپاره مهم بللى په خبره يې، د افغانستان ثبات د سيمې د امن او ثبات په معنا دى.
نوموړي زياته کړې، د دوحې په راتلونکې ناسته کې به د افغانستان په اړه ښې پرېکړې وشي او له دې کنفرانس وروسته به له افغانستان سره د نړۍ په اړیکو کې مثبت تغییرات راشي.
اوغلو ټينګار کړى چې هيڅوک د افغانستان اسلامي امارت د نسکورېدو په هڅه کې نه دي، بلکې ټول غواړي چې اسلامي امارت له نړېوالې ټولنې سره وصل شي.
بلخوا په دې کتنه کې د رياست الوزراﺀ سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر ويلي، اسلامي امارت هم له نړۍ سره د ښو اړيکو غوښتونکى دى.
مولوي عبدالکبیر زياته کړې، چې د دوحې ناستې په اړه يې د اسلامي امارت استازي ګډون په اړه بحثونه پیل کړي.
نوموړي ټینګار کړى چې اسلامي امارت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما په شتون کې د سولې د نوي استازي ټاکلو ته اړتیا نه ویني.
د یادونې ده، چې وروستیو کې هغو غربي هېوادونو هم د افغانستان اسلامي امارت سره د سیاسي اړیکو پراخېدا او پیل هڅې شروع کړې دي، چې وړاندې له اسلامي امارت د سیاسي اړیکو د نه درلودو پر دریځ یې ټینګار کاوه.
همدارنګه څو ورځې وړاندې سیګار خبر ورکړی و، چې امریکا افغانستان کې د خپل ډیپلوماټیک حضور د پیل ارزونه کوي.