۹ ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۳۶تنه نیول شوي

۹ ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۳۶تنه نیول شوي افغانستان
د جرمونو کچه نږدې صفر ته راټیټه شوې ده

د کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي ځواکونو د هېواد په ۹ ولایتونو کې د غلا، ځورونو، بډو اخیستو، جنسي اړیکو او نورو جنایي جرمونو په تړاو ۳۶تنه نیول شوي دي.

یاد وزارت ویلي، دغه کسان په تخار، بدخشان، هلمند، کندهار، خوست، هرات، سرپل، غزني او بغلان ولایتونو کې نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د جنایي او نور جرمونو پر وړاندې مبارزه ګړندۍ شوې، چې د تېر په پرتله په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی او د جرمونو کچه نږدې صفر ته راټیټه شوې ده.

تړلي موضوعات