بریټانیا او ایرلینډ له افغانستان سره ۲۸.۷ میلیونه پونډه مرسته کوي

بریټانیا او ایرلینډ له افغانستان سره ۲۸.۷ میلیونه پونډه مرسته کوي افغانستان
یو میلیون نورو کسانو ته په نغدي ډول وویشل شي

د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP د بریټانیا او ایرلینډ له لوري په افغانستان کې له زیانمنو سره د ۲۸.۷ میلیونه پونډه مرستې خبر ورکړی. 

یاد بنسټ په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په دې مرستې به د روان ژمي پر مهال څه باندې دوه میلیونه اړمن کسان، په ځانګړې توګه خوارځواکي ماشومان، امیندواره او شیدې ورکونکې مېندې تر پوښښ لاندې راولي. 

د خوړو نړیوال پروګرام دغه راز زیاته کړې، چې په دې مرسته شویو پیسو سره به یو میلیون افغان وکړو ته خوراکي توکي برابر شي او یو میلیون نورو کسانو ته په نغدي ډول وویشل شي.

تړلي موضوعات