پولیسو په ۱.۳ هکتاره ځمکه کرل شوي کوکنار له مینځه وړي

پولیسو په ۱.۳ هکتاره ځمکه کرل شوي کوکنار له مینځه وړي افغانستان
په تړاو یې دوه تنه نیول شوي دي

د بلخ ولایت امنیه قومنداني په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې ځواکونو ۱.۳ هکتاره ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه کړې. 

د خبرپاڼې له مخې دغه کوکنار یي د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې اړولې، چې په تړاو یې دوه تنه نیول شوي دي.

په ورته مهال د بلخ امنیتي مسئولینو د یاد ولایت له اوسیدونکو غوښتنه کړې، چې د کوکنارو له کښت ډډه وکړي، چې د سرغړونې په صورت کې به له قانوني چلند سره مخ شي.

تړلي موضوعات