فراه کې څه باندې ۱۵ ټنه نشه یي توکي له منځه وړل شوي

فراه کې څه باندې ۱۵ ټنه نشه یي توکي له منځه وړل شوي افغانستان
د عملیاتو پر مهال ۵۶ جریبه کوکنار هم اړولي

د کورنیو چارو وزارت وایي، له نشه یې توکو سره د مبارزې پولیسو د فراه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې ۱۵زره او ۱۲۰ کیلو بېلابېل نشه یې توکي کشف او سوځولي دي.

د کورنیو چارو وزارت همداراز ویلي، چې له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د دې ولایت په خاک سفید، بالابلوک او دهراود ولسوالیو کې د عملیاتو پر مهال ۵۶ جریبه کوکنار هم اړولي او په تړاو یي ۲۰تنه نیولي دي.

یاد وزارت د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو کې هم د عملیاتو پر مهال د نشه یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو د ۱۵ تنو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

په دغو عملیاتو کې له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو له نیول شویو کسانو څخه ۱۰ کیلو تریاک، درې کیلو چرس او یوه اندازه نشه یي ګولۍ هم ترلاسه کړې دي.

تړلي موضوعات