بیجینګ کې افغانانو ته د پاسپورټونو وېش لړۍ پیل شوه

بیجینګ کې افغانانو ته د پاسپورټونو وېش لړۍ پیل شوه سیاست
چین کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت

چین کې د افغانستان لوی سفارت خبر ورکړی، چې چین هېواد کې مېشتو افغانانو ته د پاسپورټونو وېش لړۍ پیل شوې.

یاد هېواد کې افغان سفارت ویلي، چې د مسلسلو هڅو په نتیجه کې وتوانېدو، چې چین مېشتو افغانانو لپاره د نوي پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل کړو.
بیجینګ کې افغان سفارت زیاته کړې، چې په شرايطو برابر هېوادوال کولای شي، چې له سفارت څخه نوی پاسپورټ ترلاسه کړي.

د دې سفارت مسؤلین وايي، چې تېرو څه باندې دوو کلونو کې پوره هڅه شوې چې خپلو هېوادوالو ته په ښه توګه قونسلي خدمات وړاندې کړو او د خپلو امکاناتو په محدوده کې ورته سهولتونه ایجاد کړو.

دا خبر په داسې حال کې ورکول کېږي، چې تېرې سه شنبې په ورځ د چین هېواد ولسمشر شي جین پینګ د چین لپاره د افغانستان اسلامي امارت د لوی سفیر او فوق العاده استازي مولوي اسدالله بلال کریمي باور لیک منلی و.

تړلي موضوعات