کندهار کې د تورو ښيښو پاکولو کمپاین پیل شو

کندهار کې د تورو ښيښو پاکولو کمپاین پیل شو افغانستان
له سرغړونکو سره قانوني چلند کېږي

د کندهار ولایت امنیه قومندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشېد حریت نيوز ته ویلې، د امنیه قوماندانۍ د ډایاک مدیریت له لوري د کندهار ښار په ټولو ساحو کې د هغه موټرونو د ښيښو پاکولو کمپاین پیل شو، چې په ښېښو یا هندارو یې تور پلاستیک لګېدلی وي.

د ښاغلي جمشېد په خبره، د ډایاک مدیریت د کندهار له ټولو ښاریانو څخه غوښتي چې د خپلو موټرو ښيښې پاکې کړي.

نوموړي زیاته کړې، له دې وروسته به له سرغړونکو سره قانوني چلند کېږي.

تړلي موضوعات