کندهار کې ۶۰ زره جریبه ځمکه له غاصبینو بیرته راګرځول شوې

کندهار کې ۶۰ زره جریبه ځمکه له غاصبینو بیرته راګرځول شوې افغانستان
تازه ۲۵ جریبه دولتي ځمکه له زورواکو او غاصبینو څخه راګرځول شوې ده

د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسئولین وایي، په کندهار کې د غصب مخنیوي د تخنیکي پلاوي له پیله تر دې دمه د کندهار په بېلابېلو برخو کې ۶۰زره جریبه ځمکه له غصب څخه راګرځول شوې.

د یاد ریاست ویاند ننګیالي سمون حریت نیوز ته ویلي، د کرنې ریاست له لوري د شاولیکوټ ولسوالۍ د بوري او ګرماو په کلي کې تازه ۲۵ جریبه دولتي ځمکه له زورواکو او غاصبینو څخه راګرځول شوې ده.

ښاغلي سمون زیاته کړې، د غصب شویو ځمکو مخنیوي پروسه به تر هغې دوام وکړي، تر څو چې په بشپړه توګه دولتي ځمکې له غاصبینو څخه نه وي را ګرځول شوې.

تړلي موضوعات