کرنې وزارت: واورین پړانګ خوندي ځای کې دی؛ درملنه یې کېږي

کرنې وزارت: واورین پړانګ خوندي ځای کې دی؛ درملنه یې کېږي افغانستان
واورین پړانګ| انځور: کرنې وزارت

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی، چې بدخشان زېباک ولسوالۍ کې پر څارویو برید کونکی واورین پړانګ له نیولو وروسته خوندي ځای کې دی او درملنه یې کېږي.

دې وزارت ویلي، چې د وزارت د وټرنرانو له خوا یاد پړانګ معاینه کېږي او هغه زیانونه چې یاد پړانګ ته د برید پر وخت رامنځته شوي دي تشخیص او درملنه یې کېږي.

کرنې وزارت زیاته کړې، دا چې د دې واورین پړانګ د ژوند لپاره مناسب چاپېریال طبیعت دی، نو له درملنې وروسته به یې په مناسب ځای کې د طبيعت په غېږ کې خوشې کړي.

د یادونې ده، چې دا پړانګ وروسته له هغې ونیول شو، چې د بدخشان زېباک ولسوالۍ کې یې څو ځله پر څارویو بریدونه کړي وو او شاوخوا ۳۰ پسونه او څاروي یې داړلي وو.

تړلي موضوعات