د سیاسي کمېسیون غونډه؛ دوحه کې جوړېدونکې ناستې په اړه بحث شوی

د سیاسي کمېسیون غونډه؛ دوحه کې جوړېدونکې ناستې په اړه بحث شوی سیاست
د سیاسي کمېسیون غړي د ناستې پر مهال

د اسلامي امارت سیاسي کمېسیون تېره ورځ د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ ناسته کړې او په ګڼو موضوعاتو یې بحث کړی.

ارګ ویلي، چې دې غونډه کې لومړی په کابل کې د تېرې اونۍ«افغانستان د سیمه ییزې همکارۍ ابتکار» ناستې په اړه بحث وشو، چې تر ارزونو وروسته دغه ناسته د سیمه ییزو همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره مهمه او بریالۍ وبلل شوه.

له ارګ خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دې ناسته کې همدارنګه په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له لوري جوړېدونکې غونډې، افغانستان او سیمې پر وضعیت هم خبرې شوې دي او له اجنډا سره سم لازم تصمیمونه نیول شوي دي.

د یادونې ده، چې د افغانستان د سیمه ییزې همکارۍ ابتکار ناسته تېره اونۍ د ګاونډ او سیمې یوولس هېوادونو ځانګړو استازو او سفیرانو په شتون کې ترسره شوه او افغانستان په اړه د دوحې ناسته به د روانې فبرورۍ میاشتې په ۱۸ او ۱۹ مه نېټه ترسره شي.

تړلي موضوعات