عراق او سوريه کې امريکا پراخ هوايي بريدونه ترسره کړي

عراق او سوريه کې امريکا پراخ هوايي بريدونه ترسره کړي سیمه
د تېرې شپې بریدونو صحنه| عکس: سي اېن اېن

وروسته له هغې چې د اردن او سوريې پولې ته څېرمه د امريکايي ځواکونو نظامي اډه په نښه او په لړ کې یې ۳ امريکايي عسکر ووژل شول او تر ۴۰زيات ژوبل شول؛ تازه امريکا دې بريدونو ته پراخ غبرګونونه ښودلي.

د امريکا مرکزي قومندانۍ اعلان کړی چې په عراق او سوريه کې يې د ايران سپاه پاسدارن، فيلق القدس او نورو ايران پورې تړلو ملېشو په ۷ مرکزونو کې تر ۸۵ پورې اهداف په نښه کړي.

په سوريه کې د بشر حقوقو سوريايي څار سازمان ويلي چې د سوريې په دېر الزور او ځينو نورو سيمو کې امريکايي بريدونو د ايران اړوند ملېشو ۱۸ تنه وژلي دي.

بلخوا د بشار الأسد رژيم اړوند رسنيو څرګنده کړې چې په يادو امريکايي بريدونو کې تر ۱۰ پورې ملېشې سرتېري وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان شوي دي.

الجزيرې تلوېزیون د عراق امنيتي سرچينو په حواله ليکلي چې هلته هم د امريکايي بريدونو په لړ کې د حشد شعبي شيعه ډلې ۳ غړي وژل شوي او ۱۵ تنه نور ژوبل شوي.

بلخوا سپېنې ماڼۍ په يوې اعلاميه کې ويلي چې ياد بريدونه د امريکايي غبرګون پيل دی چې دوام به وکړي.

تړلي موضوعات