تېرو دوو ورځو کې ۱۰۷ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په تېرو دوو ورځو کې د تورخم او سپین بولدک له لارې ۱۰۷ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
د کډوالو چاور وزارت ویلي، دغه کورنۍ چې شمېر یې ۴۰۰تنه کېږي په جبري ډول له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد وزارت زیاته کړې، دغه کډوال په سیسټم کې تر ثبت وروسته د ملګرو ملتونو نړېوال سازمان عالي کمېشنرۍ، د خوړولو نړېوال سازمان او د کډوالۍ بین المللي سازمان ته د مرستو په موخه ورپېژندل شوي او هرې کورنۍ ته ۱۰زره افغانۍ مرسته هم ورکړل شوې.
دغه کورنۍ پر داسې مهال د پاکستان له لوري د ژمي په موسم کې په جبر هېواد ته راستنېږي، چې دا مهال په هېواد کې د واورو او بارانونو نوې څپه پیل شوې او راستانه شوي کډوال د ژمي په سړه هوا کې په کمپونو کې شپې او ورځې سبا کوي.