پر هېواد بله واورینه او باراني څپه؛ ۳۰ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل دی

پر هېواد بله واورینه او باراني څپه؛ ۳۰ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل دی افغانستان
ارشیف: واوره، تېره سیمه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست خبر ورکړی، چې د هېواد پر ۳۰ ولایتونو کې د نسبتاً درنې واورې، تېز اورښت او سېلابونو پېښدو اټکل دی.

د هوا پېژندنې ریاست زیاته کړې، چې دا اټکل په بدخشان، تخار، کندوز، بلخ، پروان، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، نورستان، لغمان، ننګرهار، خوست، پکتیکا، زابل، کندهار، هلمند، اروزګان، دایکنډي، غور، هرات، فراه، بادغیس، سرپل، بامیان، میدان وردګ، غزني او سمنګان ولایتونو کې دی.

د یاد وزارت هوا پېژندنې ریاست د دې واورې او اورښت موده نن او سبا شنبه ښودلې دی؛ خو بلخو د اوبو او انرژۍ وزارت د هوا پېژندنې ادارې دا موده د نن په ګډون درې ورځې ښودلې ده، چې راتلونکې دوه ورځې شنبه او یکشنبه هم په کې شاملې دي.

د یادونې ده، چې تېره اونۍ هم د هېواد نږدې ټولو ولایتونو کې واورې او بارانونه و ورېدل، چې هېوادوالو دې الهي رحمت ته ډېره خوښي وښوده او د وچکالۍ کمېدو، راتلونکي کال ابادي او زرغونتیا لپاره یې ګټور وبلل.
#حریت_راډيو
زموږ ټلیګرام سره یوځای شئ: https://t.me/HurriyatPa

تړلي موضوعات