د افغانستان دفاع وزیر سرتېرو ته: تاسو د دې خاورې بچیان یاست، د اسلامي او ملي ارزښتونو تر څنګ به سرحدونه ساتئ

د افغانستان دفاع وزیر سرتېرو ته: تاسو د دې خاورې بچیان یاست، د اسلامي او ملي ارزښتونو تر څنګ به سرحدونه ساتئ افغانستان
د افغانستان دفاع وزیر د پوځي محصلینو فراغت غونډه کې

د افغانستان دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون څخه تازه فارغ شویو محصلینو ته ویلي، چې تاسو د دې خاورې بچیان یاست، د اسلامي او ملي ارزښتونو تر څنګ به سرحدونه ساتئ.

ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې تېره ورځ د وزارت د تعلیماتو او پرسونل معینیت اړوند حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون د حضرت معاذ ابن جبل ملي پوځي اکاډمۍ له پنځلسمې دورې څخه ۲۳۵ تنه محصلین د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

وزارت زیاته کړې، چې دې مراسمو کې د دفاع وزیر په ګډون،  د افغانستان اسلامي امارت د کابینې يو شمېر غړو، مسؤلينو، مشرانو او مجاهدينو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې دفاع وزیر تازه فارغ شویو سرتېرو ته ویلي، ((چې تاسو ته ملت امېدونه لري او د ملت شتمني په تاسو مصرف شوې، بايد خپل مسؤليت په ښه اخلاص ترسره کړئ؛ قومي، نژادي او سمتي تبعيض څخه ځانونه وساتئ.))

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان دفاع وزیر وړمه ورځ د ازبکستان د استخباراتو او سرحدي ځواکونو له رئیس سره کتنه کې ویلي و، چې اسلامي امارت د سرحدونو لا محکم کېدو ته پلان لري او دې برخه کې تېر کال ډېر کار شوی.
#حریت_راډيو
زموږ ټلیګرام سره یوځای شئ: https://t.me/HurriyatPa

تړلي موضوعات