کابل هوايي ډګر کې ممنوع الخروج او جعلي پاسپورټ په تور کسان نیول شوي

کابل هوايي ډګر کې ممنوع الخروج او جعلي پاسپورټ په تور کسان نیول شوي افغانستان
و شمېر کسان د جعلي اسنادو لرلو په تړاو هم نیولي دي

د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل نړال هوایي ډګر د څار او عبور ځواکونو څلور تنه ممنوع الخروج او دوه تنه چې غوښتل یې په جعلي پاسپورټ له هېواده بهر لاړ شی نیولي دي.

یاد وزارت زیاتوي، چې په کابل نړېوال هوایي ډګر کې پوله ساتي ځواکونو له تېرو څو ورځو راهیسي یو شمېر کسان د جعلي اسنادو لرلو په تړاو هم نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کورنیو چارو وزارت څو ورځې وړاندې هم په کابل نړېوال هوایي ډګر کې د څار او عبور ځواکونو له لوري د شپږ تنو ممنوع الخروج کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی و.

تړلي موضوعات