د سالنګ لویه لاره د زیاتو واورو له کبله د ترافیکو پر مخ تړل شوې
د ټولګټو چارو ورازت خبر ورکړی، چې د سالنګ لویه لاره د زیاتو واورو ورېدو او طوفان له کبله د ترافیکو پر مخ تړل شوې.
یاد وزارت بېګاه شپه ویلي، چې د سالنګ لار د واورې ورېدو، سخت طوفان، د د لیدلو ساحې کموالي او ځاني تلفاتو او ملي زیانونو د مخنیوي په موخه د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
د سالنګ لویه لار کابل د شمال له نهو ولایتونو او شمال له شرق سره نښلوي، دغه لاره هر کال د ژمي په موسم کې د زیاتو واورو ورېدو او شدید طوفان له کبله د ترافیکو پرمخ تړل کېږي.