د حاجیانو ستونزو ته د رسېدو لپاره د حج ملي کمېټې ادارې ناسته وکړه
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د حاجیانو ستونزو ته د رسېدو په موخه د حج کمېټې ادارې ناسته ترسره کړې.
ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د حج ارشاد او اوقافو وزیر شیخ نور محمد ثاقب د یاد وزارت د اقداماتو په ځانګړي ډول د سږ کال حاجیانو ته د خدمتونو، ځای، روغتیایي اسانتیاوو برابرولو په اړه راپور وړاندې کړ.
په دې ناسته کې له بانکونو سره د حاجیانو د پيسو د لېږد، هوایي شرکتونو سره د حاجیانو د انتقال تړون، هغوی ته د واکسین د تطبیق او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او هراړخېزه ارزونه وشوه او په هغه هکله لازم تصمیمونه ونیول شول.