۷۷۷ تنو ته د خوندیتوب کارتونه ورکړل شوي

۷۷۷ تنو ته د خوندیتوب کارتونه ورکړل شوي سیاست
لسګونو نورو کسانو هېواد ته د راتګ لپاره اړیکه ورسره کړې ده

له افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمېسیون وایي، د کمېسیون د کار له پیله تر دې مهاله ۷۷۷ تنو ته د خوندیتوب کارتونه ورکړل شوي دي.

یاد کمېسیون په خپله اېکس پاڼه ویلي، له دې ډلې ۶۹۲ کسان له بهر څخه هېواد ته راغلي او ۸۵ تنو ته په کور دننه د خوندیتوب کارتونه ورکړل شوي دي.

یاد کمېسیون زیاته کړې، سلګونو کسانو هېواد ته د راتګ فورمې ترلاسه کړې دي او لسګونو نورو کسانو هېواد ته د راتګ لپاره اړیکه ورسره کړې ده.

له افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمېسیون د معلوماتو له مخې هېواد ته په راغلو کسانو کې د تېرې ادارې وزیران، وکیلان، مشاورین، رئیسان، معینان، ملي سوداګر او نظامي چارواکي شامل دي.

تړلي موضوعات