دیني علماء د ولسونو د ستونزو په حل کې مهم رول لري

دیني علماء د ولسونو د ستونزو په حل کې مهم رول لري افغانستان
د ستونزو په حل او د چارواکو په لارښوونه کې مهم رول لري

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر خوست ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت د علماوو او قومي مخورو شورا له غړو سره په کتنه کې ویلي، د علماوو او قومي مخورو شورا دې د قومونو ټولنیزو او قومي ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

مولوي عبدالکبیر په دې کتنه کې ویلي، د علماوو شوراګانې د اسلامي امارت له رهبرۍ سره مستقیمې اړیکې لري او د ولسونو د ستونزو په حل او د چارواکو په لارښوونه کې مهم رول لري.

نوموړي زیاته کړې، په هر ولایت کې د علماوو شوراګانې د مهمو دندو په موخه رامنځته شوې او د چارو د ترسره کېدو په برخه کې ورته لازم صلاحیتونه هم ورکړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د علماوو شوراګانې رامنځته شوې، ترڅو د ولس او حکومت ترمنځ د اړیکو په رغولو، د ولسونو ستونزو حل، د ټولنې اصلاح او نورو برخو کې خپل رول ادا کړي.

تړلي موضوعات