د ولسونو د ستونزو حل د هغوی حق او د ا.ا مسئولیت دی

د ولسونو د ستونزو حل د هغوی حق او د ا.ا مسئولیت دی افغانستان
د خلکو د ستونزو اورېدو سره د خلفای راشدینو تاریخ را ژوندی شوی دی

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت له علماوو او زینخېل قوم مخورو سره په کتنه کې ویلي، دا د ولسونو حق او د اسلامي امارت مسئولیت دی، چې د ولس ستونزې حل او اړین خدمات ورته وړاندې کړي.

مولوي عبدالکبیر ویلي، لرې پرتو سیمو ته د اسلامي امارت د مشرانو ورتګ او له نږدې د خلکو د ستونزو اورېدو سره د خلفای راشدینو تاریخ را ژوندی شوی دی.

نوموړي ډاډ ورکړی چې د ولسونو د ستونزو حل لپاره به اساسي اقدام وکړي.

په دې کتنه کې دغو مشرانو په خوست کې د برېښنا، روغتیا، پوهنې، او سړکونو رغولو په برخه کې د اساسي پروژو د پلي کولو غوښتنه کړې.

د یادونې وړ ده، چې دوه ورځې وړاندې مولوي عبدالکبیر د یو شمېر نورو لوړ رتبه چارواکو په ملتیا خوست ولایت ته سفر کړی و او هلته یې د طالب العلمانو یوې فراغت غونډې ته وینا کې پر ولس غږ کړی و، چې د نظام ساتنه او پالنه به په ګډه کوو. نوموړي زیاته کړې وه، نن چې د اسلامي نظام خلاف هره دسیسه شنډېږي، لامل یې دا دی، چې د ښار او غرونو ټول ولس د نظام ملاتړي او خواخوږي دي.

تړلي موضوعات