بهر کې زنداني افغانانو خلاصون لپاره دې لارې چارې ولټول شي
د افغانستان رئیس الوزراء ملا محمدحسن اخند په مشرۍ د کابینې په پنځلسمه غونډه کې له هېواده بهر د افغان بندیانو خلاصون او د کوچیانو ستونزو په اړه خبرې شوې دي.
په دې غونډه کې اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف په مشرۍ پلاوي ته دنده سپارل شوې چې د ډېرې وچکالۍ ځپلو سیمو کوچیانو او مالدارو ستونزې وڅېړې.