په لسګونو کسان د غلا، نشه یې توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیول شوي

په لسګونو کسان د غلا، نشه یې توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیول شوي افغانستان
په ورته مهال امنیتي منسوبینو ۲۲ عرادې موټرسایکلونه

کورنیو چار وزارت خبر ورکوي، چې له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د نشه یي توکو د قاچاق، پلور او غلا په تړاو ۵۷ تنه نیولي دي. 

یاد وزارت په بېلابېلو خبرپاڼو کې ویلي، چې دغه کسان په ننګرهار، بغلان، غزني، پکتیکا، پروان، هلمند، هرات، کندهار، کابل، سمنګان، کندز، بلخ، لغمان، کاپیسا، نیمروز او بادغیس ولایتونو کې د غلا، نشه یي توکو د پلور او قاچاق په تور نیول شوي دي. 

دغه راز په خپرو شویو خبرپاڼو کې زیاته شوې، چې له نیول شووکسانو سره په سلګونو کیلو بیلابېل ډوله نشه یي توکي او ۲۰ لېټره تېزاب هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي. 

په ورته مهال امنیتي منسوبینو ۲۲ عرادې موټرسایکلونه هم چې له محصول پرته له پاکستان څخه هېواد ته را واریدېدل کشف او ضبط کړي دي.

تړلي موضوعات