سبا ډېری ولایتونو کې د واورې ورېدو اټکل دی
د هوا پېژندنې ادارې نن او سبا د هېواد ځینو ولایتونو کې واورې ورېدو، تېز اورښت او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست په یو شمېر شمالي او ختیځو ولایتونو کې د واورې، تېز اورښت او له امله یې د سېلابونو د راوتلو وړاندوینه کړې ده.
یاد وزارت په دې تړاو په خپره کړې خبرپاڼه کې نن او سبا سه شنبه په بدخشان، تخار، کندوز، بلخ، سمنګان، پروان، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، لغمان او نورستان ولایتونو کې له ۱۵ تر ۴۰ سانتي مترو د نسبتا درنې واورې د ورېدو اټکل ورکړی دی.
په ورته مهال زیاته شوې، چې په بېلابېلو سیمو کې د اورښت کچه له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو پورې اټکل کېږي.
د یادونې وړ ده، چې له تېرې ورځې راهیسې د هیواد په ۳۲ ولایتونو کې د واورې او بارانونو د اورښت څپه پیل شوې چې د هېواد په ډیری ولایتونو کې لومړنۍ ژمنۍ واورې پیل شوې دي.