مولوي عبدالکبیر: اسلامي نظام مخ پر ودې د حرکت په درشل کې دی او د دښمنانو خوبونه یې الوتي دي

مولوي عبدالکبیر: اسلامي نظام مخ پر ودې د حرکت په درشل کې دی او د دښمنانو خوبونه یې الوتي دي افغانستان
مولوي عبدالکبیر د خوست غونډه کې

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر خوست کې د طالب العلمانو یوې فراغت غونډې ته وینا کې ویلي، چې اسلامي نظام مخ پر ودې د حرکت په درشل کې دی او د دښمنانو خوبونه یې الوتي دي.

مولوي عبدالکبیر د اشغالګرو په ماتولو کې د ولسونو رغنده ونډې ستاینه او مننه کړې او همدارنګه یې زیاته کړې، که افغانانو د اشغال پر وړاندې قیام نه وی کړی اوس به مو هېواد مستعمره وی.

بلخوا ارګ هم ساعت وړاندې خبر ورکړی، چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال خوست ته سفر کړی او د خوست والي ملا بسم الله عبدالله سره یې کتلي دي.
ارګ ویلي، چې مولوي عبدالکبیر د دې ولایت والي سره لیدنه کې د خوست پر امنیتي او ټولنیز وضعیت خبرې کړې. 

د خوست والي سیاسي مرستیال ته ویلي، چې د مرکز متون په ګډون د خوست په ټولو سیمو کې امنیت تامین دی او د قومي مخورو او ولسونو په همکارۍ په دې ولايت کې د ځايي ادارو فعاليتونه اغېزناک او له امله يې مثبت پرمختګونه رامنځته شوي دي.

تړلي موضوعات