د پخوا په پرتله کورني تولیدات ۱۵ سلنه لوړ شوي

د پخوا په پرتله کورني تولیدات ۱۵ سلنه لوړ شوي افغانستان
د بې کیفیته خوړو او درملو د مخنیوي په موخه شپه او ورځ هڅې کوي

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې رئیس ډاکټر عبدالباري عمر کندهار ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت له والي ملامحمدعلي حنفي سره په کتنه کې ویلي، چې د پخوا په پرتله د کورنیو تولیداتو کچه ۱۵سلنه لوړه شوې، چې د هېواد د بازارونو ۲۰سلنه اړتیاوې پوره کوي.

د خوړو او درملو ملي ادارې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، په دې کتنه کې ښاغلي عمر ډاډ ورکړی چې د داخلي تولیداتو پرمختګ ورته لومړیتوب لري.

دې کتنه کې عبدالباري عمر همداراز ویلي، چې د خوړو او درملو اداره مخکې یوازې تر مرکز پورې محدوده وه، خو اوس یې فعالیت ټول هېواد ته غځېدلی دی.

نوموړي ډاډ ورکړی چې د بې کیفیته خوړو او درملو د مخنیوي په موخه شپه او ورځ هڅې کوي.

تړلي موضوعات