تېرو دوو کلونو کې نږدې ۴۰ زره بېلابېل نظامي وسایط رغول شوي

تېرو دوو کلونو کې نږدې ۴۰ زره بېلابېل نظامي وسایط رغول شوي افغانستان
په دې موده کې ۷زره او ۹۰۰ میله بېلابېلې سپکې او درنې وسلې هم ورغوي

د کورنیو چارو وزارت وایي، د تامیناتي چارو مرستیالۍ د حمایوي قومندانۍ تخنیکي مرکز په وروستیو دوو کلونو کې ۳۸ زره  او ۲۵۳عرادې بېلابېل ډوله نظامي وسایط رغولي دي.

د حمایوي قومندانۍ مرستیال مولوي عبدالستار وایي، د دې قومندانۍ منسوبین توانېدلي چي په دې موده کې ۷زره او ۹۰۰ میله بېلابېلې سپکې او درنې وسلې هم ورغوي او د پولیسو د خدمت جوګه شي.

بلخوا د دې ورکشاپونو مسئولین وایي، هغه وسلې او نظامي وسایط چې تخنیکي ستونزې لري د کورنیو چارو وزارت له قطعاتو او جزتامونو څخه راټولېږي او د حمایوي قومندانۍ ورکشاپ ته د ترمیم په موخه راوړل کېږي.

دا په داسې حال کې چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته تخنیکي ټیمونو د هېواد په ټولو نظامي مرکزونو کې د هغو نظامي وسایطو او وسلو ترمیم او بیا رغونې ته ملا تړلې، چې تېري ادارې پر مهال تخریب شوي وو.

تړلي موضوعات