د سترې محکمې یوه لوړ رتبه چارواکي ترافیکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی

د سترې محکمې یوه لوړ رتبه چارواکي ترافیکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی افغانستان
شیخ جلال الدین حقاني

د سترې محکمې د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو ریاست خبر ورکړی، چې د سترې محکمې د مرکزي تمیز د امنیت عامه دېوان رئیس شیخ جلال الدین حقاني تېره ورځ له ماسپښین وروسته غزني ولایت مربوطاتو کې ترافیکي پېښه کړې او شهید شوی.

شیخ جلال الدین حقاني کندهار ولایت ته سفر کاوه چې غزني ولایت کې یې ترافیکي پېښه کړې وه.

سترې محکمې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې شهید حقاني تېرو شلو کلونو کې د اسلامي امارت تر قیادت لاندې په بېلابېلو برخو د یوه متدین، مخلص او ژمن مجاهد په توګه نه ستړي کېدونکي جهادي خدمتونه کړي.
یادې محکمې د نوموړي شهادت د هېواد لپاره لویه ضایعه بللې او نوموړي ته یې له الله تعالی څخه د جنت الفردوس او کورنۍ ته یې د صبر دعا کړې.

تړلي موضوعات