د قاري برکت الله سلیم مړېنه؛ اسلامي امارت پرې خواشیني ښودلې
د افغانستان نامتو او خوږ ژبی قاري برکت الله سلیم نن د ورپېښې ناروغۍ له امله کابل کې مړ شوی.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د قاري سلیم مړېنه د هېواد لپاره یوه ستره ضایعه بللې او خواشیني یې څرګنده کړې ده.
د ننګرهار ولایت اوسېدونکي قاري برکت الله سلیم په خوږ غږ د قران کریم تلاوت له امله په هېواد او اسلامي نړۍ کې شهرت موندلی و او څو ځله یې د اسلامي نړۍ په کچه د غوره حسن قرائت جایزې ګټلې وې.