تېره میاشت کې د سپین بولدګ له لارې تر اوه زرو زیات کډوال راستانه شوي

تېره میاشت کې د سپین بولدګ له لارې تر اوه زرو زیات کډوال راستانه شوي افغانستان
۳۰۵ تنه د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه هم خلاص او بیرته هېواد ته راګرځیدلي دي

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د تېرې مرغومې میاشتې په موده کې د سپین بولدک له لارې ۴۲۱ کډوالې کورنۍ چې ۷ زره او ۵۳۵ تنه کېږي هېواد ته راستنې شوي. 

یاد وزارت زیاتوي، چې دغه شمېر کډوال تر ثبتېدو وروسته د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو او خوړو نړیوالو سازمانونو ته د مرستو د ترلاسه کولو په مخوخه ورپېژندل شوي.

په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي، چې په همدې موده کې ۳۰۵ تنه د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه هم خلاص او بیرته هېواد ته راګرځیدلي دي.  

دا‌ په داسې حال کې ده چې په تېرو څو میاشتو کې له پاکستان او ایران څخه په زرګونو افغان کډوال به جبري ډول ایستل شوي، چې د اسلامي امارت له لوري ورته په خپل وخت کې رسیدنه شوې او د ژوند ټولې اسانتیاوې ورته برابرې شوې دي.

تړلي موضوعات