راتلونکی کال به راستنو شوو کډوالو ته د استوګنې او کرنیزو ځمکو د وېش بهیر پیل شي

راتلونکی کال به راستنو شوو کډوالو ته د استوګنې او کرنیزو ځمکو د وېش بهیر پیل شي افغانستان
اړوند مسئولینو ته یې په ځینو برخو کې لازمې ښپارښتنې کړې دي

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني ننګرهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د تورخم له عمري پنډغالي څخه د لیدنې پر مهال راستانه شویو کډوالو سره په کتنه کې ویلي، چې د راتلونکي کال له پیل سره سم به هېواد ته راستنو شوو کډوالو ته د استوګنې او کرنیزو ځمکو د وېش لړۍ پیل شي.

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چار وزارت ویلي، په دې سفر کې چې له ښاغلي خلیل الرحمن حقاني سره د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر مولوي نور الله نوري هم ملتیا کوله په تورخم کې د بیرته راستانه شویو کډوالو له عمري پنډغالي کې د کډوالو پر وضعیت کتنې سربیره له ډیورنډ فرضي کرښې څخه هم لیدنه کړې. 

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې نوموړي ددې سفر په ترڅ کې په تورخم ښارګوټي کې د کډوالو چارو امریت له کارونو څخه لیدنه او ارزونه کړې او اړوند مسئولینو ته یې په ځینو برخو کې لازمې ښپارښتنې کړې دي.

تړلي موضوعات